سیمه ییز خبرونه

اروپايي ټولنه په افغانستان كې د ماشومانو حالت د اندېښنې وړ بولي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د اروپايي ټولنې د دفتر چارواكى د تاوتريخوالي په پېښو كې د ماشومانو په نښه كول جدي اندېښنه بولي او وايي، په افغانستان كې خوارځواكي او د ټيټ عمر ودونو د ماشومانو ژوند ته خطرونه پېښ كړي دي.

د اروپايي ټولنې د جوړيدو ورځ د افغانستان د ماشومانو د ورځې په نوم نومول شوې ده.

د افغانستان د خلكو دا قشر په دښتو، كليو او ښارونو كې د خپلو كورنيو لپاره د ډوډيو د پيدا كولو په هڅه كي دي.

په افغانستان كې د اروپايي ټولنې سفير فرانك ميشل ميليبن وايي:

په افغانستان كې د ماشومانو حالت ستونزمن دى؛ خوار ځواكي، ټيټ عمر كې ودونه او نور دودونه ماشومانو ته زيان رسوي. له بده مرغه اوس اورپكي هم ماشومان په نښه كوي، چې دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

نوموړى زياتوي، راتلونكى حكومت بايد د قانون د تطبيق لپاره له ماشومانو څخه د ملاتړ او ساتنې چارې جدي ونيسي. ماشومان بايد د راتلونكي حكومت د پروگرامونو مهمه برخه وي.

سخت كارونه، پلاستيك پلورل او سوال هغه سخت كارونه دي، چې ځينې ماشومان ور سره مخ دي. جگړه او بېوزلي هم د دې سبب شوې، چې يو زيات شمېر ماشومان ښوونځيو ته له ورتلو بې برخې شي.

Trending

Exit mobile version