تازه خبرونه
اروپايي ټولنې او منځنۍ آسیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه کړې
اروپايي ټولنه او منځنۍ آسیا په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي، چې ټول قومي او سیاسي ګوندونه په کې د یوه باوري او مشروع بهیر له لارې برخه ولري.
د اروپايي ټولنې او منځنۍ آسيا ځانګړيو استازيو د تېره ورځ (سې شنبه د کب ۳ \ د فبرورۍ ۲۲) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې سره وکتل او د افغانستان پر اوسني وضعيت او پر سيمې يې د اغېزو په اړه خبرې وکړي.
د اروپايي ټولنې لخوا په ګډه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د منځنۍ آسيا او اروپايي ټولنې ځانګړيو استازيو د افغانستان د خلکو د ملاتړ او د سيمه ييز امنيت دهمکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ.
دوی همدا راز د ښې حکومتولۍ او خدماتو د وړاندې کولو پر اړتیا، د قانون حاکمیت درناوي، بشري حقونو او د ټولو افغانانو، په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو او همدارنګه د ماشومانو، توکمیزو ډلو او اقلیتونو بنسټیزو آزادیو ټینګار څرګند کړ.
دوی افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د برابرولو لپاره د امریکا له اجازه ورکولو هرکلی وکړ او په دې هېواد کې یې د نغدو پیسو د اړتیا پر حل هم ټینګار وکړ.
دغه راز یې نورو هېوادونو ته د ترهګرو او سخت دریځو د کوربتوب، تمویل او استولو د اډې په توګه د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي پر اهمیت خبرې کړې دي.
دوی د خطرناکو او غیرقانوني اشخاصو د تګ راتګ پر مخنیوي ټینګار څرګند کړ او همدارنګه د انسان، وسلو او مخدره توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې پر پیاوړتیا او همکارۍ راوڅرخېدل.
