تازه خبرونه

اروپايي ټولنې بیا هم له افغانستان څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۳۹۹)

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا په افغانستان کې د سولې، امنیت، ثبات، ډیموکراسۍ، سوکالۍ، په ځان بسیاینې او له خلکو خپل ملاتړ او ژمنې بیا هم تصدیق کړې.

دغې ټولنې په یوه خبروینا کې وویل چې اروپايي ټولنه به خپل راتلونکي سیاسي او مالي ملاتړ ته شرایط برابر کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې د جمهوریت، دیموکراتیت او د ارزښتونو پراساس چارې خوندي او لا وده ورکړي.

 

په خبروینا کې راغلي: “پایلې هم د خبرو اترو سیاسي جوړجاړي لپاره د اروپايي ټولنې ملاتړ تکراروي چې دا به دوامداره سولې او روغې جوړې ته لاره هواره کړي، کوم چې باید د تیرو ۱۹ کلونو د دیموکراتیک او بشري حقونو لاسته راوړنو ته وده ورکړي.”

په خپلو پایلو کې، دغې ټولنې پر طالبانو غږ کړې چې باور او اعتماد رامینځته کړي، ترڅو د خوشې شویو زندانیانو د شمیر پراساس افغان خپلمنځي خبرې اترې پیل شي.

په دغه خبروینا کې راغلي: “طالبان باید د متحده ایالاتو له حکومت سره د دوی دوه اړخیزه تړون روحیه او لیک دواړو ته درناوی وکړي چې د فبروري په ۲۹ مه په دوحه کې لاسلیک شوی. په دې برخه کې، اروپايي ټولنه په بشردوستانه او طبي پرسونل او تاسیساتو بریدونه په کلکه غندي؛ لکه د مئی په ۱۲مه د کابل د دښت برچي په روغتون کې برید.”

د یادې ټولهې د ارزونو د پایلو ټینګار په لاندې ډول ښودل شوې:

۱. د ژنیوا د وزارتي ژمنې کنفرانس ملاتړ.

۲. د کوویډ-۱۹ ناروغۍ کنټرول لپاره د اروپایي ټولنې د مرستو پیاوړي کول.

۳. د ملګرو ملتونو، ناټو او سیمه ایزو همکارانو سره په بشپړه همکارۍ او حمایت کې موجود ټولو شتمنیو څخه د هیواد ثبات په مرسته کې کار اخیستل.

۴. د دیموکراتیک حکومتدارۍ او بشري حقونو د اصولو پر بنسټ د امنیت او دفاع په برخو کې د سازماني اصلاحاتو او د ظرفیتونو د لوړولو ملاتړ کول.

۵. د پخوانیو جنګیالیو او د هغوی کورنیو سره د بیا یوځای کیدو، د شخړو قربانیان او خورا زیان لیدونکیو سره، د ماشومانو د خوندیتوب ځانکړو برنامو په شمول، مرسته کول.

۶. د “اروپا او آسیا ترمنځ همغږي – د اروپايي اتحادیې د ستراتیژۍ لپاره د چارو جوړول” سره له سیمه ییزې همکارۍ، ثبات، سولې، سوداګرۍ او دوامداره ارتباط پیاوړتیا لکه څنګه چې د ۲۰۱۸ د اکتوبر په میاشت کې د بهرنیو چارو شورا لخوا تصویب شوی.

Trending

Exit mobile version