تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳ میلیون یورو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۲)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) څرګنده کړې؛ اروپايي ټولنې په ۲۰۲۳ ز. کال کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳ میلیون یورو، چې ۳ اعشاریه ۲ میلیون امریکايي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا زیاته کړې؛ د مرستو دغه کچه به مرستندويه ادارې ځواکمنې کړي، چې په ټول هېواد کې مرستې او ساتنې ته له اړو ميليونونو خلکو سره مرستې وکړي.

اروپايي ټولنې له دې مخکې هم څو ځله له افغانستان سره خپلې مرستې اعلان کړې دي.

اوچا پرون (شنبه د لیندې ۲ ) په ډاګه کړه: اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیون او ۷۰۰ زره کسان، چې د هېواد له نیمايي ډېر نفوس دی؛ بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اوچا د څرګندونو له مخې، په راتلونکي کال کې به له افغانستان سره د مرستې لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا وي.

دغه دفتر په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان سره د څلور میلیارده او شپږ سوه میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو دغه مرسته ورنه‌کړ شوه او په وینا یې د بودجې د نشتوالي له کبله په افغانستان کې لس میلیون خلکو له می میاشتې څخه تر نومبر پورې خوراکي مرستو ته لاسرسی له لاسه ورکړ.​

Trending

Exit mobile version