تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د ۶۱ میلیون یورو بشري مرستو اعلان وکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۷, ۱۴۰۲)

اروپايي ټولنې په افغانستان کې له زیانمنو شویو خلکو، پر زوره راستنېدونکیو او په پاکستان کې له پناه غوښتونکیو سره د مرستې لپاره ۶۱ میلیون یورو مرسته کړې ده.

دغې ټولنې د سې شنبې پر ورځ (د لړم ۱۶ نېټه ) څرګنده کړې، چې په افغانستان کې بشري وضعیت اوس هم د اندېښنې وړ دی.

د اعلامیې له مخې، د دې ۶۰ میلیون یورو مرستې یومیلیون یورو په افغانستان کې فعالو بشري ټولنو او یو میلیون نورې یورو پاکستانيو بنسټونوته ځانګړې شوې دي.

اروپايي ټولنې ویلي، چې نوې مرستې به په افغانستان کې د خوراکي توکو د بحران په حل کې مرسته وکړي؛ ځکه، چې نږدې نیمایي نفوس د خواړو له نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

دغه راز ويل شوي، چې له دې بودجې سره به د هېواد په لويديځ کې د زلزلې له کبله زيانمنو شويو خلکو ته سرپناه، روغتيايي خدمتونه، اوبه او خواړه برابر شي.

اروپايي ټولنې زياته کړې، چې د دغې بودجې يوه برخه به د هغو پناه غوښتونکیو د ملاتړ لپاره ولګول شي، چې افغانستان ته ستنېږي او یا په کوربه ټولنه کې ساتنې او ملاتړ ته پر لومړيتوب ورکولو لګول کیږي.

د اروپايي ټولنې د بحرانونو د مديريت کمیشنر یانز لنارچیچ ويلي، چې له زلزلې وروسته د افغانانو بشري اړتياوې ډېرې د اندېښنې وړ دي.

د یادونې ده، چې اروپايي ټولنې سږ کال د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې ۹۴ میلیون یورو مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version