تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د اړیکو پراخولو لپاره په کابل کې د دفتر پرانستلو نیت څرګند کړ

Published

on

فایننشل ټایمز څرګنده کړې، چې اروپايي ټولنه غواړي تر یوې میاشتې په افغانستان کې د خپلې ډیپلوماټیکې استازولۍ دفتر جوړه کړي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ اروپايي ټولنې پرېکړه کړې، چې له طا لبانو سره د تعامل او له نوي افغان حکومت سره د محدودو اړیکو د پراختیا او د بشري مرستو د رسولو لپاره کار روان وساتي.

په راپور کې راغلي؛ بروکسل غواړي، چې په افغانستان کې د خپلو کارمندانو د امنیتي خوندیتوب پر لارو چارو هم غور وکړي.

یوه چارواکي فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، بروکسل د تېرې میاشتې په اوږدو کې له کابل سره د داسې هوکړې هڅه کړې، چې له مخې به یې د اروپايي اتحادیې دفتر د یوه خصوصي امنیتي شرکت او یا د غړیو هېوادونو د ساتونکیو لخوا وساتل شي؛ خو وروسته یې په نه زړه ومنله، چې امنیت به یې د نورو سیاسي استازولیو په څېر پخپله د افغانستان اسلامي امارت خوندي کوي.

د دغې ټولنې ویاندې ویلي، چې تر دې دمه د اروپایي ټولنې د دفتر د امنیت خوندي کولو په اړه وروستۍ پرېکړه نده شوې.

په عين حال کې د اروپايي ټولنې یوې ویاندې، نبیله ماسرالي ويلي، چې دمګړۍ په کابل کې یوازې د شتون په لټه کې دي؛ خو د امنیتي دلایلو له مخې پر جزئیاتو څه نه وايي.

هغې په ډاګه کړې؛ د دې ټولنې یاده هڅه د رسمیت پېژندنې معنا نلري؛ زمونږ موخه له نږدې کېدو دا ده، چې د افغانستان خلکو ته غوره مرسته وړاندې شي، خو له طالبانو سره له تعامل او اړیکو پرته نشو کولی خپلې چارې تر سره کړو.  

Trending

Exit mobile version