تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له اسلامي امارته د کور پر کور د پلټنې درولو غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۴۰۰)

اروپايي ټولنې د اسلامي امارت د کورنو د پلټلو پر پرېکړه نیوکه کړې او له چارواکو یې غوښتي، چې دا کړنه ودروي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برینټ تېره شپه (د کب ۸ ) ټویټ کړی: د نورو توکمونو او ښځو پر وړاندې وېره، کور پلټنه، توقیف او تاوتریخوالی جرم دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.

هغه اسلامي امارت ته په خطاب کې څرګنده کړې: مونږ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې ترڅنګ تاسې هم څارو.

د اسلامي امارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ دغه چاڼیز عملیات څلور ورځې مخکې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو د عمومي ریاست لخوا په کابل او شاوخوا ښارونو کې پیل شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند یوې خبري ناستې ته ویلي، چې دغه عملیات په سیمه کې د غلو، سړي تښتوونکیو (اختطافګرو) ورانکارو او نورو مجرمینو د نیولو او له منځه وړلو لپاره پیل شوي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري کشف او څارل کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن ماسپښین په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې یوه اندازه وسلې هم کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه ویلي؛ څلور رینجر موټر، ۴۴ دولتي موټر، ۱۳ زغره وال موټر، درې لینډ کروزر او یو آلکس هم ترلاسه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ویلي: په دې عملیاتو کې ۹ سړي تښتوونکي، ۶ داعش غړي، ۵۳ مسلکي غله نیول شوي او ۴ تښتول شوي، چې دوه یې ۱۱ او ۱۲ کلنې نجونې دي؛ خوشې شوي دي.

Trending

Exit mobile version