تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړې کړې
این کمک در حالی اعلام میشود که نمایندگان جامعه جهانی امروز (دوشنبه) در بروکسل، پایتخت بلجیم گرد هم آمدند تا در مورد بحران صحی و غذایی در افغانستان بحث کنند.
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې له افغانانو سره د مرستې لپاره یې ۱۵۰ میلیون یورو ځانګړې کړي دي.
دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي، چې د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي ۲۱ د نړیوالې ټولنې اړوند استازي د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې سره راټول شول او د افغانستان پر روغتیايي او خوراکي ناورین یې خبرې وکړې.
له ځانګړیو شویو پیسو څخه به ۱۲۶ میلیون یورو په هېواد کې دننه، ۱۱ میلیون یورو د پاکستان مېشتو او ۱۱ میلیون یورو ایران مېشتو افغان کډوالو لپاره ولګول شي.
اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې له افغانستان سره به دغه مرستې د خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او اوبو ته د لاسرسي په برخه کې متمرکزې وي. دغه راز د پوهنې لپاره ۱۴ اعشاریه ۵ میلیون یورو ځانګړې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د کړکېچ د مدیریت کمیشنر یانز لنار چیچ ویلي، چې د افغانستان خلک دا مهال په نړۍ کې له یوه تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دي.
هغه ویلي، چې د افغانستان له ۵۰ سلنې څخه زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له ۸۵ سلنې څخه زیات په بېوسۍ او فقر کې ژوند کوي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې له افغانستان سره مرستې د خپلو هغو شریکانو له لارې تر سرهکېږي، چې په افغانستان کې دننه کار کوي.
