تازه خبرونه

اروپايي ټولنې پر عبدالله غږ کړی، چې سیاسي ناندرې پای ته ورسوي

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۱, ۱۳۹۹

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ  د عبدالله عبدالله او اشرف غني د روانو ناندریو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو او ناروې د چهارشنبې پر ورځ له عبدالله عبدالله سره د ټیلیفون پر لیکه د ناندریو د سیاسي حل غوښتنه کړې ده.

هغو ټینګار کړی، چې که دغه ناندرې روانې وساتل شي؛ د ټولو افغانانو راتلونکی به زیانونو سره مخ شي.  

دغو  سفیرانو ټینګار کړی، چې افغان مشران باید د افغانستان ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

   هغو زیاته کړې، چې د افغانستان لپاره اوسمهال ستر لومړیتوب له کرونا ویروس سره مبارزه، خپلمنځي خبرې او د سیاسي ناندریو حل دی. 

د اروپایي اتحاد ماموریت ویلي: د یو ښه ملګري او ملاتړ په توګه مو عبدالله عبدالله ته د ناندریو پر څه نا څه حل اندېښنه وښوده، چې د افغانستان  امنیت او پرمختګ ته به پر مرستو منفي اغېز وکړي.

دغه راز له ټيلیفوني اړیکې وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې د رامنځته شویو ناندریو حل ته لیواله دی او غواړي، چې هڅې له کرونا ویروس سره پر مبارزه د سولې پر بهیر راوڅرخي.

ډاکټر عبدالله عبدالله دا هم ویلي، چې د اروپایې ټولنې له سفیرانو سره یې د سولې لپاره پر اوربند هم ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له ټاکنو وروسته د عبدالله او غني تر منځ راپورته شوې ناندرې اوس هم روانې دي.

Trending

Exit mobile version