تازه خبرونه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سېلاب ځپلیو ته ۴۰۰ زره یورو ځانګړې کړې
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۴۰۰ زره یورو ( څه باندې ۳۰ میلیون افغانۍ) ځانګړې کړي دي.
د دې بنسټ د نننۍ (سې شنبه د غبرګولي لومړۍ ) خبرپاڼې له مخې؛ يادې مرستې به د اکتيډ او ډاکار موسسو لهخوا وړاندې شي، چې په کې نغدو پيسو، پاکو اوبو او پاکوونکیو توکو ته لاسرسي شته دی.
اروپايي ټولنې دا يادونه هم کړې، چې له ۱۹۹۴ ز. کال راپدیخوا يې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې مالي مرستې کړي او تر اوسه يې نږدې یو اعشاریه اته ميليارډ يورو مرسته کړې ده.
دغه راز دې ټولنې یوازې تېر کال د بشري مرستو په برخه کې ۱۵۹ میلیون یورو مرسته کړې. سربېره پر دې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د ۳۵ الوتنو له لارې افغانستان ته ۱۶۰۰ ټنه مرسته رالېږلې ده.
