تازه خبرونه

اروپایي اتحادیې په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه وغندله

Published

on

(Last Updated On: کب ۷, ۱۳۹۹)

تېره ورځ(چارشنبه د کب ۶) د اروپايي اتحادیې او افغانستان ځانګړې ډلې درېیمه انلاین ناسته تر سره شوه، په کې پر بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ بحث او خبرې شوې دي.

په دې ناسته کې ټولو برخوالو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لوړې کچې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د رسنیو د کارمندانو، مدني ټولنې او د قانون پلي کوونکیو بنسټونو د چارواکو موخه ییزه وژنه یې وغندله.

اروپا اتحادیې څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د افغانستان د سولې پر روان بهیر او له سولې وروسته پر بشري حقونو او اساسي آزادیو بحث او خبرې وشوې.

اروپایي اتحادیې له افغان حکومت هم غوښتي؛ د افرادو، اشخاصو او کارمندانو امنیت خوندي کړي او د وژنو په اړه یې څېړنې تر سره او عاملین یې محاکمه کړي.

دغه راز په دې ناسته کې د افغانستان حکومت او اروپایی اتحادیه د سولې خبرو پر هراړخیزې اړتیا هوکړه وکړه، چې باید ځوانان، ښځې، د جګړې قربانیان او بې ځایه شوي خلک په کې ځان وویني.

په دې خبرو کې همدارنګه د تېرو ۲۰ کلونو پر لاسته راوړنو، بشري حقونو او دیموکراسۍ د ساتنې پر اړتیا هم ټینګار څرګند شو.

د اروپايي اتحادیې په اعلامیه کې دا هم راغلي، چې په دې بهیر کې د ښځو او ماشومانو حقونه او د تاوتریخوالي پر وړاندې یې مبارزه کول هم د ټینګار وړ ده.

اروپايي اتحادیې زیاته کړې، چې دواړو لوریو د واک مشروع لېږد لپاره د آزادو، عادلانه، باور وړ، رڼو او ټولګډونه ټاکنو د ترسره کولو پر بهیر ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې پر پیسو مینځلو او د تروریزم د تمویل پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

اروپا اتحادیې په دې خبرو کې د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت پر هڅو هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د ولسي جرګې له ځینو غړیو سره په لیدنه کې ډاډ څرګند کړی، چې اوس یوې خپلواكې او عادلانه سولې  ته د رسېدو لپاره ښه وخت رارسېدلی دی.

Trending

Exit mobile version