تازه خبرونه

اروپایي هېوادونه په کابل کې ګډ ماموریت پیلولو ته لیواله دي – مکرون

Published

on

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي، یو شمېر اروپايي هېوادونه هڅه کوي، چې په افغانستان کې ګډ ډیپلوماټیک ماموریت پیل کړي او سفیران یې کابل ته راستانه شي.

مکرون زیاته کړې؛ په کابل کې د داسې یوې استازولۍ پرانیسته به لویدیځو هېوادونو ته زمینه برابره کړي، چې له څو میاشتني ځنډ وروسته بیا کابل ته راستانه شي.

امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو خپل سفارتونه په تېر اګست کې هغه وخت وتړل او خپل ډیپلوماتان یې ووېستل، چې پخوانی حکومت ړنګ شو او اسلامي امارت یو لنډمهاله حکومت اعلان کړ، چې لوړ پوړي غړي یې د امریکا او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي.

مکرون زیاته کړې؛ دا هڅه د اسلامي امارت له پر رسمیت پېژندلو یا سیاسي خبرو سره توپیر لري… مونږ یوازې غواړو، چې یو استازی ولرو.

مکرون د سعودي عربستان جدې ته له تللو مخکې په دوحه کې خبریالانو ته ویلي: مونږ د څو اروپايي هېوادونو تر منځ د یوې داسې ادارې په اړه فکر کوو، چې د څو اروپایانو لپاره یو ګډ ځای رامنځته شي، چې زمونږ سفیران په کې حضور ولري.

د فرانسې ولسمشر په دې اړه پوره جزئیات ندي ورکړي.

Trending

Exit mobile version