تازه خبرونه
اروپایي ټولنه د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره مرسته کوي
اروپايي اتحادیې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو قربانیانو ته لږ تر لږه ۱۵۰ زره یورو بشري مرسته ځانګړې کړې ده.
دې ادارې په ډاګه کړې، چې په کاپیسا، میدان وردګ، پکتیکا، پنجشېرر او پروان ولایتونو کې به پر۳۵۰۰۰ سیلاب ځپلیو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشل شي.
د د غه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا مرستې د اروپایي ټولنې له بېړنيو مرستو رسولو له صندوق سره تر سره کیږي، چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون لخوا له طبیعي پېښو څخه زیانمنو ته رسیږي.
د دې بنسټ په اعلامیه کې راغلي، چې د افغانستان سرې میاشتې ټولنه به د اروپايې اتحادیې دغه مرسته بېړنۍ مرسته پر سیلاب ځپلیو کورنیو ووېشي.
په اعلامیه کې راغلي: په افغان ټولنه کې د پلارواکۍ فرهنګ ته په پاملرنه دغه پروګرام د جنسیتي حساسیت په نظر کې نیسي، چې ښځو او نرینه وو ته د برابر او خوندي لاسرسي زمینه برابروي؛ ځکه، چې د کرونا ویروس راڅرګندیدل اوس هم یو مهم ګواښ دی. شخصي محافظتي تجهیزات لکه ماسکونه، دستکشې او لاسي صنایع به د مرستو د یوې برخې په توګه ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت په ۱۴ ولایتونو کې سیلابنه راوتل او په زرګونه کورونه یې ویجاړ او خلک زیانمن کړل.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دغو سیلابونو کورونه، کرنیزې ځمکې تباه کړي او د کورنیو معیشت او د خوراکي توکو پر امنیت یې منفي اغېز کړی دی.
