تازه خبرونه

اروپایي ټولنه په افغانستان کې پر ناامنیو اندېښمنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بروکسل د غونډې مرستندویان هیله لري، چې افغانستان به په اصلاحاتو، له فساد سره په مبارزه، د بېوزلۍ په کمولو او د بشري حقونو د ښه والي په برخه کې ډېرې هڅې وکړي؛ خو اروپایي ټولنه د افغانستان په جګړو اندېښنه لري.

د شاوخوا سل هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو روانه اوونۍ په بروکسل کې ژمنه وکړه، چې افغانستان به یوازې نه پریږدي او تر راتلونکیو څلور کلونو یې له دې هېواد سره په ملکي برخه کې د پېنځلس میلیارد او دوه سوه میلیون دالرو مرستو ژمنه وکړه.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د سفیر مرستیال جورج کنینګهم وایي، زمونږ یوازنۍ اندېښنه ناامني ده؛ خو په بشپړ باور مو یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې تر څلور راتلونکیو کلونو به د افغانانو تر څنګ وو، له افغان حکومت د نړیوالې ټولنې اصلي غوښتنه د اصلاحاتو اجرایي کیدل دي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقیوم سجادي د بروکسل په غونډه کې د نړیوالو له خوا د میلیاردونو دالرو ژمنه وروستی چانس بولي او وایي، که افغان حکومت خپلې ژمنې عملي نه کړي، نړۍ به له افغانستان سره خپل ملاتړ بند کړي.

که څه هم دولت له اداري فساد سره د کلکې مبارزې ژمنه کړې؛ خو اوس هم افغانستان د نړۍ فاسد هېواد دی.

Trending

Exit mobile version