تازه خبرونه
اروپایي ټولنې له افغانستان او ګاونډ هېوادونو سره مرستې یو میلیارډ یورو ته ورسولې
اروپایي ټولنې د سې شنبې پر ورځ د ۲۰ صنعتي هېوادونو له سرمشریزې مخکې په ډاګه کړه، چې دوی به پر خپلو پخوانیو ژمنو سربېره افغانستان او د هغه ګاونډ هېوادونو ته له ۷۰۰ میلیون یورو ډېرې مرستې برابرې کړي.
له دې مخکې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ۳۰۰ میلیون یورو مرستې وړاندیز کړی و، چې له دې سره یې مرستې یو میلیارد یورو ته لوړې شوې.
د اروپایي ټولنې کمیسیون مشرې ورزولا فون ډرلاین د افغانستان په اړه د ۲۰ صنعتي هېوادونود غونډې په درشل کې ویلي، چې د مرستې دا ژمنه د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره وړندیز شوې ده.
ډرلاین په ډ اګه کړې: مونږ باید په افغانستان کې د ټولنیز او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره هر څه تر سره کړو.
اروپایي ټولنې څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامی امارت باید د مرستو د پلي کېدو لپاره د دې ټولنې پېنځه شرطونه پوره او ومني.