تازه خبرونه

اروپا او امریکا په هلمند کې د نښتو د درولو غوښتونکي شوي

Published

on

Reuters
(Last Updated On: تله ۲۲, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي سفیر اندریاس فون برانت نن (سې شنبه د تلې ۲۲) په هلمند کې د روان تاوتریخوالي د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه.

د اروپایي ټولنې استازي فون برانت په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ روان بې معنا تاوتریخوالی ودروئ! د اروپايي اتحادیې همکارانو څرګنده کړې، چې په هلمند کې نښتې روانې دي. په تېرو ۴۸ ګړیو کې د اروپايي اتحادیې د ملکي ملاتړ او بشردوستانه مرستو ( تراما) لخوا په لښکرګاه کې له ۷۵ ټپیانو سره مرسته کړې ده.

د فون برانت دغه تویت د امریکا د سفارت د چارسمبالي راس ویلسن له تویته څو ګړۍ وروسته، چې له  طالبانو څخه یې په هلمند کې د بریدونو د درولو غوښتنه وکړه؛ خپور شوی دی. راس ویلسن څرګنده کړې: زه هم د جنرال میلر له څرګندونو ملاتړ کوم او له طالبانو عغواړم، چې پر هلمند بریدونه ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

د امریکا د سفارت چارسمبالي زیاته کړې: دا بریدونه د دوحې له هوکړې سره اړخ نه لګوي او یوازې ځاني زیان او ویجاړۍ رامنځته کوي. نښتې باید ودریږي، چې ټولې خواوې د تلپاتې سولې پر لوري حرکت وکړي؛ څکه ټول افغانان سولې ته اړتیا لري.

پرون د پرېکنده ماموریت قومندان، سکات میلر ویلي وه: طالبان باید سمدلاسه په هلمند ولایت کې خپل برید ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی راکم کړي. روانه جګړه د امریکا او طالبانو له هوکړې سره اړخ نه لګوي او د افغانستان د سولې خبرې زیانمنوي.

نوموړي یادې هوکړې ته په نغوته کې ویلي؛ که پر افغان ځواکونو د طالب جنګیالیو لخوا برید کیږي؛  امریکايي ځواکونه به ترې ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دوحه کې د حکومتي پلاوي او طالبانو د اړیکو جرګه ګیو پرون ماښام له اووه ورځني ځنډ وروسته پر ناندریزو ټکو خبرې کړي او پر دوام یې هم ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version