تازه خبرونه
اروپا باید له افغانستان سره بشري مرستې د خپلو سیمهییزو اړیکو یرغمل نهکړي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي ویلي؛ که اروپا غواړي د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، باید بشري مرستې د “سیمه ییزو اړیکو یرغمل” نهکړي.
حسن کاظمي قُمي دا خبره د شنبې پر ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره په کتنه کې کړې ده.
دغه راز نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دوحه کې یې د بریټانيا له استازي سره هم لیدلي دي.
قُمي زیاته کړې، چې په دې کتنه کې دا پوښتنه رامنځته شوه، چې په افغانستان کې د بهرنیو یرغلونو له کبله د رامنځته شویو څو لسیزو ستونزو د ویجاړیو پر وړاندې د نړیوال همغږي کوونکي اجرائیوي ځواک او ګټهورتوب څنګه تعریف شوی دی؟
نن او سبا دوحه د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړیو استازو د غونډې کوربه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د دوحې په ناسته کې د ګډون په اړه ویلي؛ اسلامي امارت په دې ناسته کې د یوه مسوول اړخ په توګه د ګډون غوښتونکی و؛ خو په دې برخه کې د پرمختګ د نهشتوالي له کبله خپل ګډون بېګټې بولي.