سوداگري
اروپا ته د روسیې د ګازو صادرات ۲۵ سلنه کم شول
د رسمي څرګندونو له مخې؛ په تېرو پېنځه میاشتو کې د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو صادرات لږ شوي او د تېلو د تړون بیه راټیټه شوې ده.
د روسیې ګازپروم پرون (چارشنبه د غویی ۲۱ / د می ۱۱) څرګنده کړې، چې په تېرو پېنځه میاشتو کې د اوکراین له لارې اروپا او ترکیې ته د روسیې د ګازو صادرات د تېر کال د همدې مودې پر پرتله ۲۶.۴ سلنه ل/ شوي دي.
پر اوکراین د مسکو له برید ( د فبرورۍ ۲۴) وروسته اروپايي ټولنه غواړي د روسیې پر ګازو خپله تکیه دوه پر درې برخې لږ کړي. په داسې حال کې، چې آلمان د روسیې د ګازو له بشپړ بندیز سره مخالفت کړی دی.
ګازپروم په ډاګه کړې، چې د اوکراین له لارې اروپا ته د ګازو لیږد روان ساتي؛ خو د چارشنبې پر ورځ یې حجم ۷۲ میلیون مټر مکعب و، چې د سې شنبې پر ورځ له ۹۵.۸ میلیون مټر مکعبه ډېر و.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا روسیه به اروپا ته د بدیل لارې په لټه کې وي؛ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چارشنبه پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې روسیه د تړونونو په اړه خپله ژمنه پوره کوي.
د جرمني د ګازو یوه چارواکي ویلي، چې د ګازو حجم د اوکراین له لارې ۲۵ سلنه لږ شوی؛ خو جرمني د سې شنبې پر ورځ له ناروې او هالنډ څخه د ګازو دا کمښت پوره کړی دی.
