تازه خبرونه

اروپا د مهاجرو د مخنیوي لپاره پرمختللې ټکنالوژي کاروي

Published

on

Reuters
(Last Updated On: زمری ۲۳, ۱۴۰۰)

په افغانستان کې د طالبان لخوا د یو شمېر ولایتونو له نیولو سره همهاله د اروپايي ټولنې سرحدي ادارې د کښتیو د څارنې لپاره د پرمختللې ټکنالوژۍ او تازه تجهیزاتو له کارولو خبر وکړی دی.

د یونان- ترکیې پولې ته نږدې د لیمینوس ټاپو شمال ختیځ لوري ته په الکساندرو پولیس هوایي ډګر کې پر کمرو سمبال بالون د مهاجرو د څارنې لپاره تر کارلاندې دی.

ویل کیږي، چې دا سیسټم د اروپایي ټولنې سرحدي چارواکو ته د رسیدونکیو مهاجرو د کښتیو روښانه انځورونه چمتو کوي.

دا پلان د اروپایي ټولنې د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې د طالبانو د پراخو بریدونو او د زرګونه کسانو د بې ځایه کیدو د فشارونو مخه ونیسي او اداره یې کړي.

د اروپايي اتحادیې د سرحدي ادارې ویانده پیوتر سویتالسکي ویلي: مونږ په ځانګړي توګه په افغانستان او تونس کې د پرمختګونو څارنه کوو، چې کولی شي اروپایي اتحادیې ته د مهاجرینو بهیر اغېزمن کړي.

هغې زیاته کړې: په سمندري سیمه کې د سرحدي څارنې د اړتیا له مخې؛ دا نوی سیسټم باید نور هم ښه شي.

Trending

Exit mobile version