تازه خبرونه

اروپا مېشتو یو شمېر افغانانو په کابل کې له مولوي عبدالکبیر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په کابل کې د اروپا مېشتو افغانانو له يو شمېر استازو او بنسټونو مشرانو سره په کتنه کې څرګنده کړې؛ اوس افغانستان د واحد ملت، واحد اسلامي نظام لرونکی دى او د وېشلو هڅې یې ناکامې شوې دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي مشارکت او ازادي ډاډمنه شوې او افغانستان د ښې راتلونکې پر لوري ستر ګامونه پورته کوي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وايي؛ اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې نظم او ثبات غواړي او د اسلامي امارت خپلواکۍ ته هم باید درناوی وشي.

نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت لومړیتوب سیاسي او اقتصادي دایمي ثبات او په افغانستان کې د یووالي ټینګښت دی.

په دې کتنه کې د جرمني، بریټانیا، بلجیم، سویډن، اټریش، ترکیې، ناروې او عربي متحده اماراتو  مېشتو افغان بنسټونو استازو او مشرانو په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

ډاکټر خوشال روهي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او څرګندوي، چې دوی په بهر کې اټولنې لري او د زيات شمېر افغانانو استازيتوب کوي.

هغه زیاته کړې: اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري، چې افغانان او نړیواله ټولنه ترې راضي ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوسنی نظام د ډېرو قربانيو پايله ده او هيچا ته بايد اجازه ورنکړ شي، چې کمزوری او له منځه يې يوسي.

دی وایي، چې په بهر کې میشت افغانان ستر علمي او اقتصادي ظرفیتونه لري، چې اسلامي امارت کولی شي د هېواد په پرمختګ کې ترې ګټه واخلي.

روحي د افغانستان اقتصادي او مالي پالیسي وستایله او څرګندوي: افغانستان د زورواکۍ، فساد، ناامنۍ او غصب له ټاپوګانو ژغورل شوی دی؛ په سيمه او نړۍ کې هیڅوک د جګړې پلوي ندي.

هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت باید خپله کابینه له سرپرستۍ وباسي او تلپاتی حکومت جوړ کړي. هغه د ښځو لپاره د زده‌کړو او کار د دروازې د خلاصولو غوښتنه هم وکړه.

دې استازو او مشرانو ويلي، چې د افغانستان حالات او شرایط له هغه څه سره ډېر توپير لري، چې په اړه يې رسنیز منفي تبلیغات خپرېږي.

دوی دا ډاډ هم څرګند کړ، چې د افغانستان رښتینی انځور به اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

Trending

Exit mobile version