بی بی سی پښتو

اروپا پارلمان ”د افغان ښځو د ورځې” په نامه غونډه کوي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۹, ۱۴۰۰)
Getty Images

اروپا پارلمان د راتلونکې فبرورۍ په لومړۍ او دویمه ورځ کې د دې پارلمان ځینې غړو، او افغان ښځینه فعالانو په ګډون د افغان ښځو ورځې په نامه غونډه جوړوي.

د اروپا پارلمان په په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، دې غونډو کې به په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغان ښځو خورا اندېښمنونکي حالت په هکله خبرې وشي.

په پام کې ده، دې غونډو ته به د اروپا پارلمان مشره روبرتا متسولا، د افغانستان ښځو چارو پخوانۍ وزیره سیما ثمر، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنر دفتر ځانګړې استازې انجیلینا جولي (د ثبت شوي پیغام له لارې)، د اروپايي ټولې کمېسیون مشره اورسولا فوندرلاین (د ثبت شوي پیغام له لارې) او د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې امینه محمد (د ثبت شوي پیغام له لارې) خبرې وکړي.

ویل کېږي، غونډه به د افغان سندرغاړې اریانا سعید په “بانوی سرزمین آتش” نومې سندرې په غږولو سره پای ته ورسېږي.

مرکزي غونډه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه او ورسره ضمني غونډې به پر دویمه ورځ د اروپا پارلمان په ودانۍ کې تر سره کېږي.

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي دي، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون کوي.

د پروګرام له مخې به دې غونډو کې د “حوا، مریم، عایشه” په نامه فلم نندارې ته وړاندې شي چې افغان فلم جوړونکې صحرا کریمي چمتو کړی دی.

Trending

Exit mobile version