تازه خبرونه

اروپایي اتحادیه له حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک تمویلوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اروپا اتحادیه د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې هوکړه لیک د ملاتړ لپاره د میلیونونو امریکایي دالرو د تمویل  پر وړاندیز کار کوي.

وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې؛ دغه اتحادیه هیله منه ده، چې په افغانستان کې به یو شمېر نور جنګیالي هم  د ورته هوکړې له مخې سولې ته وهڅوي.

د افغانستان په چارو کې د اروپایي اتحاديې ستر استازی فرانز مایکل میلبین وایي، چې له حزب سره د سولې هوکړه لیک د پلي کولو لپاره به د افغان حکومت د غوښتل شوې مرستې پر وړاندیز هم بشپړ غور وشي.   

وال ستریت ژورنال په دې اړه د وروستي دیپلوماتیک کانفرانس له مخې څرګنده کړې، چې دغه بهیر ته د اروپایي اتحادیې د مرستې لومړنۍ ژمنه د دوه څخه تر پېنځه میلیون امریکایي دالرو پورې ده.  

حزب اسلامي څه نا څه ۵ میاشتې وړاندې له حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د افغانستان حکومت هم د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه  پر ده  د بندیزونو د لیرې کولو رسمي غوښتنه وکړه.

دغې شورا هم د روان کال په فبرورۍ کې د بندیزونو له نوملړه  د حمتیار نوم لیرې کړ؛ خو تر دې دمه د امریکا لخوا حکمتیار د یو نړیوال تروریست په توګه پېژندل کیږي.

له حکومت سره د حزب اسلامي د هوکړې د یوې مادې له مخې حکومت اړ دی، چې حزب او حکمتیار ته بشپړې آسانتیاوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د دفتر سرپرست ویاند تېره ورځ له حزب سره د هوکړې په ټپه ولاړحالت مات کړ او په ډاګه یې کړه، چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې ټول مواد به په راتلونکیو پېنځلس ورځو کې پلي کړي؛ خو له حزب څخه هم غواړي، چې کابل ته د خبل رهبر د راتګ مهالوېش اعلان کړي.

د حکمتیار په مشرتابه د حزب اسلامي د رهبرۍ غړیو تر دې دمه د ولسمشرد دفترد څرګندونې په اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version