تازه خبرونه

اروپایي ټولنې ټاکنو ته د څه باندې ۱۵ میلیون یورو مرستې ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

د اروپایي ټولنې استازي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکیو ټاکنو ته د څه باندې ۱۵ میلیون یورو مرستې ژمنه کړې او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته یې د مرستو چمتو کولو ډاډ څرګند کړ.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیرمایادون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته ۱۵ اعشاریه ۵ میلیون یورو مرسته اعلان کړه.

د نوموړي په وینا؛ ۲۰۱۸ کال ډېر مهم دی او د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په دې کال او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې به په بل کال کې تر سره شي. مونږ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د تیاریو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او غواړو ۱۵ اعشاریه ۵ میلیون یورو مرسته وکړو. مونږ دا راز چمتو یو، چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو ته هم مرسته وکړو.

نوموړی راتلونکیو ټاکنو ته برښنایي تذکرې ارزښتمنې او ګټورې بولي او زیاتوي، چې برښنایي پېژندپاڼې ډېرې مهمې دي؛ ځکه هر وګړی حق لري، چې په ټاکنو کې برخه واخلي. د دې مسالې په تړاو مونږ له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره په اړیکه کې یو او تر اوسه مو د هغوی غوښتنلیک نه دی تر لاسه کړې.

د اساسي قانون د ۸۳ مادې له مخې، د ولسي جرګې د اوسنیو وکیلانو کاري دوره دوه کاله مخکې د چنګاښ په میاشت کې پای ته رسیدلې وه؛ خو ټاکنې پخپل وخت ونشوې او د ۹۷ کال تر چنګاښ میاشتې وځنډول شوې.

خبریاله: افسون محمدي

Trending

Exit mobile version