تازه خبرونه
اروپايې ټولنې د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې
د اروپایې ټولنې ځانګړي استازي ویلي، له سولې وروسته جوړیدونکی حکومت باید د لویدیځو هېوادونو لپاره د منلو وړ وي.
د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانکړي استازي څرګنده کړې؛ د جګړې او تاوتریخوالي د بندولو لپاره اړتیا ده، چې افغان حکومت او وسلوال طالبان اوربند وکړې.
د افغانستان لپاره د اروپايې ټولنې ځانکړی استازی رولاند کوبیا یوې خبري ناستې ته په ډاګه کړې؛ مونږ هیله لرو، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له سره پيل شي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هم خبرې پيل شي. د سولې له هوکړې وروسته افغانستان باید د لویدیځو هېوادونو لپاره د منلو وړ حکومت جوړ کړي، چې ور سره همکاري وشي.
هغه ګواښ کړی؛ که په افغانستان کې د اسلامي امارات حکومت جوړشي، له افغانستان سره به د اروپایي ټولنې مرستې بندې شي.
نوموړی څرګندوي: که له سولې وروسته د اسلامي امارات حکومت رامنځته شي او اساسي حقونو ته پاملرنه ونشي؛ دا به د اروپایانو لپاره ډېره ستونزمنه وي، چې د افغانستان په بیارغونه، پراختیایي مرستو ته چمتوالۍ او نړیږالو اروپایي مارکیتونو ته لاسرسي به له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانکړی استازي دا ټینګار هم کړی، چې د سولي له احتمالي هوکړې وروسته نړیواله ټولنه به له افغانستان څخه ونه وځي. دوی به د بیارغونې، پرمختګ، د افغانستان د سوداګرۍ او له سیمې سره د افغانستان د اړیکو ټینګولو لپاره ژمن پاتې شي.