تازه خبرونه

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د سراسري او بېړني اوربند غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۳۹۹)

د وري پر لومړۍ نېتې اروپایي ټولنې په کابل کې د دې تولنې د سیمه ییزو مشرانو د هوکړې له مخې له ځنډه پرته د هر اړخبز اوربند غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي؛ د اروپايي ټولنې دا غوښتنه د ملګروملتونو د عمومي منشي له هغه ټینګاره راپورته شوې، چې په افغانستان کې یې د جګړې د درولو غږ را پورته کړ.  

د اعلامیې له مخې؛ کرونا ویروس ټول افغانان ګواښي او دې ته نه ګوري، چې دا ښځه ده او که نرینه؛ ځکه، نو د دغې ناروغۍ پروړاندې ګډه دریدنه او ټینګار د وخت غوښتنه ده.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې د جګړي دوام د نړیولو مرستو مخنیوی کوي او په دې اړه هڅې هم ورسره زیانمنیږي.

په پای کې څرګنده شوې، چې په نړۍ کې د جګړې ډېرو اړخونو د جنګ پر دریدو هوکړه کړې او هر څوک، چې د زړه له کومي د افغانانو خوندیتوب غواړي؛ باید په رښتیني توګه او له ځنډ پرته په پراخ تندي دا غوښتنه ومني.  

Trending

Exit mobile version