تازه خبرونه

اروپایې ټولنې د ټولګډونه حکومت پرنشتون اندېښنه وښوده

Published

on

 وروسته له هغې، چې اروپایې ټولنې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د نشتون له کبله اندېښنه وښوده؛ ارګ او سپېدار ماڼیو یو ځل بیا د سیاسي کړکېچ اوارولو لپاره د هڅو له پيلېدو خبر ورکړ.

د اروپايي ټولنې سفیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو پر ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله غږ کړی، چې په افغانستان کې روان بحران ته د پای ټکی کېدي او سیاسي هوکړې ته همغږي شي.

دغه ټولنه ان خبرداری ورکوي، چې دمګړۍ په افغانستان کې ټولګډونه حکومت شتوالی نلري او که وضعیت همدا شان دوام وکړي؛ ښايي نړیوال ملګري ناهیلي کړي.

سپېدار ماڼۍ د روان سیاسي کړکېچ په اړه د نړیوالو اندېښنې پر ځای بولي وايي، د حل لپاره د عبدالله عبدالله طرحه د بشپړېدو په حال کې ده.

د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال امید میثم ویلي؛ د سپېدار ماڼۍ لخوا د ټولګډونه حکومت طرحه د وروستۍ کېدو په حال کې ده او په راتلونکیو څو ورځو کې به له منځکړیو لوریو سره شریکه شي.

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال دواخان مینه پال هم د سیاسي بحران پر حلولو ټینګار کوي؛ خو دا نه وايي، چې څنګه او څه وخت به یو حل رامنځته شي.

بل لورته، پخواني ولسمشر حامدکرزي ته نږدې سرچینې شهزاده مسعود ويلي؛ دوی د منځګړیو په توګه د سیاسي کړکېچ اوارولو په تړاو د ډاکټر عبدالله د طرحې وروستي کېدو ته په تمه دي او ټینګار کوي، چې باید په ټولګډونه حکومت کې ټولو ټاکنیزو تاکنډلو ته ونډه ورکړ شي.

تراوسه په هېواد کې د روان سیاسي کړکېچ له کبله د امریکا یو میلیارد ډالر مرسته له لاسه وتلې او واشنګټن ټینګار کوي، چې د دوی د مرستو د څرنګوالي او په افغانستان کې د واک پر سر د روان سیاسي کړکېچ یوازنی حل د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي جوړجاړی او د یو ټوللګډونه حکومت رامنځته کول دي.

اوس اروپایي ټولنه هم د لومړي ځل لپاره د روان کړکېچ د پای ته رسولو په برخه کې له یوه چټک  دریځ سره راڅرګنده شوه او دوی هم د مالي مرستو د بندېدو یا محدودولو نغوته کوي.

Trending

Exit mobile version