تازه خبرونه

ارګ د بهرنیو ځواکونو پر پاتې کیدو ټینګار ښکاره کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتو په اړه د دونالد ترمپ خبرو ته په غبرګون کې څرګنده کړې؛ اوس هم اړتیا شته، چې امریکايي سرتېري له افغان سرتېرو سره اوږه پر اوږه له ترهګرۍ سره مبارزه روانه وساتي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې پر ورځ( د تلې ۱۹) په یوه ټاکنیزه ناسته کې څرګنده کړې، چې اوس له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو وخت را رسیدلی دی.

ارګ ویلي، چې اوس هم امریکا ته ګواښ متوجه دی.

 د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د دونالد ترمپ دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې اوس هم په کاره ده امریکايي سرتېري له افغان سرتېرو سره اوږه پر اوږه له ترهګرۍ سره مبارزې ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکايي سرتېري باید له افغان سرتېرو سره په افغانستان کې د سولې لپاره ګډه زمینه برابره کړي.

د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان مرستیال محمد ناطقي هم وايي، چې له افغانستان څخه بهرني سرتېري باید په مسوولانه توګه ووځي او د افغانستان شرایط، ړوخت او غوښتنې باید په پام کې ونیسي.

سیاسي هڅاند سید محمد حریق وايي، چې بهرني ځواکونو باید د یوه سیاسي توافق له لارې له افغانستان څخه ووځي او افغان سیاستوال هم په دې توافق وکړي، چې بیا به په بله جګړه کې نه ښکلیږي.

اوس ویل کیږي، چې څوارلس زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې دېره دي. که څه هم ټاکل شوې وه، چې له وسلوالو طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته امریکايي سرتېري په تدریجي توګه له افغانستان څخه بهر شي؛ خو د سولې د خبرو په ټپه له دریدو سره دغه چاره هم وځنډیده.

Trending

Exit mobile version