تازه خبرونه
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
د ازبکستان ولسمشر د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر، د قطر له لومړي وزیر او د عربي متحده اماراتو د انرژۍ له وزیر سره د افغانستان او د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې کړې دي.
د ازبکستان ولسمشر د عربي خلیج حوزې د همکارۍ شورا د غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر، د قطر له صدراعظم او د عربي متحده اماراتو له لومړي وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر خبر ورکړی، چې شوکت میرزایف د قطر له لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره وکتل او د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ارتباطاتو په برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د دغه تړون پر چټکې پلي کېدا خبرې وشوې. همدارنګه د افغان ـ ټرانس پټلۍ د جوړولو پروژه هم د بحث له موضوعاتو څخه وه.
شوکت میرزایف د عربي متحده اماراتو د انرژۍ له وزیر سره په کتنه کې د افغانستان د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د تخنیکي چمتووالي او د کار پیل ته پر ځانګړې پاملرنې ټینګار کړی دی.
د قطر لومړي وزیر په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې د قطر مخکښو شرکتونو پر مشارکت د پانګونې مهمې پروژې د پلي کولو په حال کې دي .
د ازبکستان جمهور رییس د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په کتنه کې د افغانستان وضعیت وارزاوه او پر لوړه کچه یې د تړونونو د عملي کېدا او ګډې پانګونې په چوکاټ کې د هر اړخیزې ونډې او همکاریو یادونه وکړه.
شوکت میرزایف د دغه هېواد د انرژۍ او بېخبناوو د وزیر سهیل المروزي پر مشرۍ د عربي متحده اماراتو له پلاوي سره په کتنه کې هم د افغان – ټرانس پټلۍ د جوړېدو پیل مهم وباله او دواړو لورو د دغه هېواد د انرژۍ او بېخبناوو د پراختیا په اړه ټیګار وکړ، چې د تخنیکي پروژې چمتو کولو او د -افغان ـ ټرانس اورګاډي د جوړولو پیل ته پاملرنه وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکو ویلي وه؛ قطري چارواکو د افغان ـ ټرانس په پروژه کې د پانګونې ژمنه کړې ده. اوسمهال د دې کرښې تخنیکي چارې او سروې د عربي متحده اماراتو د شرکتونو لهخوا ترسره کیږي.