تازه خبرونه
ازبکستان افغانستان ته صادراتي برښنا ۶۰ سلنه کمه کړه
د افغانستان برښنا شرکت نن (چارشنبه د مرغومي ۲۲) په ډ اګه کړه، چې ازبکستان د اسلامي امارت له همغږۍ پرته د برښنا صادرات ۶۰ سلنه کم کړي دي.
د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د برښنا مسوولینو په خپل هېواد کې د برښنا د کمېدو علت تخنیکي ستونزې بولي.
د خبرپاڼه له مخې؛ د ازبک چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد د مرجان په تیلي مرکز کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې، چې له کبله یې افغانستان ته د برښنا صادرات کم شوي دي.
ازبک چارواکو څرګنده کړې، چې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې اواري لپاره کار پیل شوی او په راتلونکیو دوه یا درې ورځو کې به د برښنا بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرزي.
برښنا شرکت ويلي، چې له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د کمښت له کبله د هېواد په ١٦ ولايتونو کې برښنا له خنډ سره مخ او پرچاوي رامنځته شوې ده.
افغانستان له تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه پر وارداتي برېنا تکیه لري.
د کابل په ګدون د هېواد لوی ښارونه په اوړي او ژمي کې د برښنا له کمښت او تولیدي کارخونې له ستونزو سره مخ کېږي.
د افغانستان برښنا شرکت اوړمه ورځ یو ځل بیا د پخواني حکومت له سیاستوالو، زورواکو او چارواکو وغوښتل، چې د برښنا پورونه دې ژر تر ژره پرې کړي.
دغه راز ویل شوي، چې ته ټاکلی یو میاشتنی مهلت پای ته رسیدلی او باید د برښنا د بیلونو د پور ورکولو وروستی فرصت دې له لاسه نه ورکوي.
د افغانستان برښنا شرکت د سوداګرۍ خونې مشر عبدالرحمن رحماني وايي، مالي ستونزې او د برښنا د لګښت محصول نه ورکول دغه شرکت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
رحماني له پخوانیو دولتي چارواکو، سیاستوالو، زورواکو او د ولسي جرګې له پخوانیو غړیو د پورونو راټولول د برښنا شرکت له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار ګڼي.
څو کاله وړاندې د افغانستان برښنا شرکت د ۷۳ پور ورکوونکیو نوملړ خپور کړ، چې په کې د عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي او عبدالرب رسول سیاف په ګډون د یو شمېر زورواکو، د ولسي جرګې غړيو او پخوانيو خپلسریو حکومتی او دولتی سیاسیونو او شخصیتونو نومونه یاد شوي وه.
