1393ټاكنې
ازبکستان او افغانستان له نشهیي توکو سره د مبارزې پر همکارۍ ټینګار څرګند کړ
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال عبدالرحمن قاسمي نن ( سې شنبه د وږي ۲۱) د ازبکستان له سفیر سره په کابل کې وکتل.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې نوموړي په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ته له نشهیي توکو سره د مبارزې پر څرنګوالي معلومات وړاندې کړل.
د کورنیو چارو وزارت اړوند چارواکو د ازبکستان له سفیره وغوښتل، چې د نشهیي توکو د لهمنځه وړلو په برخه کې له یاد معینیت سره همکاري وکړي.
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مسوولینو دغه راز، د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف څخه وغوښتل، چې له نشهیي توکو سره د مبارزې منسوبینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې دې هم همکاري وکړي.
دغه راز دواړو لوریو د نورو مسایلو تر څنګ د نشهیي توکو په پروندو کې د بندیانو پر تبادلې هم هر اړخیزه خبرې کړې دي.
ویل کیږي، چې د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته په افغانستان کې د اسلامي امارت له هوډ او نشهیي توکو سره د مبارزې په برخه کې خوښي وښودله او مسوولینو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.