سوداگري

ازبکستان او افغانستان پر ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو خبرې وکړې

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ د له پلاوي سره په کتنه کې، چې کابل ته راغلی؛ د ازبکستاني سوداګرو پر پانګونه او د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ ترانزیتي اسانتیاوو رامنځته کولو خبرې وکړې.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه ( د وږي ۵ ) دغه خبر خپور کړی او څرګندوي، چې د دغه وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کابل کې د ازبکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال نظم جان خالمرادوف پر مشرۍ د ازبکستان له سوداګریز پلاوي سره وکتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د پانګونې د پياوړتيا، د ترانزيتي مسايلو، د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ترانزيتي اسانتياوو د برابرولو، د ګمرکي فعاليتونو ٢٤ ساعته کولو او د سوداګريزو تړونونو د لاسليکولو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د کرنې وزارت ويلي؛ د ازبکستان ځانګړي استازي پر مشرۍ پلاوي د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال او د دغه هېواد له سفیر سره کتلي دي.

د کرنې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه وزارت د چارواکو او ازبکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اصلي تمرکز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د اړیکو ټینګول دي.

دغه پلاوي د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له سرپرست سره د لیدنې ترڅنګ د سالنګ له لویې لارې څخه هم لیدنه وکړه. دا لویه لار ازبکستان ته د مالونو د لېږد اصلي لاره ده.

د ازبکستان دغه لوړ پوړی پلاوی، چې د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د لومړي مرستیال پر مشرۍ پرون (شنبه د وږي ۴ ) افغانستان ته راغلی و، د اسلامي امارت له چارواکو سره د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د کارپوهانو پر اند؛ هر څومره، چې له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شي هومره ورسره د هېواد اقتصاد پیاوړی کیږي.

Trending

Exit mobile version