تازه خبرونه
ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ ډګرنۍ چارې پیلوي
دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.
د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه راپور کې ویلي، چې ازبکستان او پاکستان د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه ډګرنی( ساحوي) کار پیلولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
دا هوکړه د پاکستان–ازبکستان د بین الحکومتي کمیسیون په لسمه ناسته کې، چې د سوداګریزو، اقتصادي او علمي–تخنیکي همکاریو په برخه کې جوړه شوې؛ ترلاسه شوې ده.
دغه ناسته د پاکستان د لومړي وزیر د صنعت او تولید چارو ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لذیز قدرتوف په ګډه مشري کې ترسره شوه.
دواړو خواوو هوکړه کړې؛ د بین الحکومتي کمیسیون د منظم فعالیتونو لپاره نوې بڼې ته اړتیا ده، چې همغږي زیاته او د ګډو پروژو پلي کول ګړندي شي.
د افغان – ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۶۴۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د ترمذ – نایبآباد–میدانښار– لوګر– خرلاچي له لارې تېرېږي؛ د پاکستان له اوسپنېپټلۍ سره نښلي، کراچۍ بندر او نورو سمندري ټرمینلونو ته د لاسرسي زمینه برابروي. د دې پروژې اټکلی لګښت ۴.۶ میلیارډ ډالر ښودل شوی دی.
اسلامي امارت هم تل ویلي، چې په سیمهییزو پروژو کې همکارۍ ته چمتو دی.