تازه خبرونه

ازبکستان به د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس کوربه وي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۱)

د ازبکستان د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر ولادیمیر نوروف څرګنده کړې، چې تاشکند به د روان زېږدیز کال د جولای په پای کې د افغانستان په اړه د یوې لوړې کچې نړیوال کنفرانس کوربه وي.

ولادیمیر نوروف زیاته کړې، چې دا نړیوال کنفرانس به د سیمې د امنیت، سیاسي ثبات او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ راوڅرخیږي.

نوموړي ویلي؛ له بده مرغه مونږ د دې هېواد( افغانستان) وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پام کمښت وینو؛ وضعیت ستونزمن دی، اقتصادي بحران او ستونزمن بشري وضعیت د سیمې امنیت او ثبات اوس هم ننګوي.

تاشکند ټایمز راپور ورکړی، چې نوروف احساس کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د اوسني او راتلونکي مسوولیت په غاړه واخلي او په دغه هېواد کې د ستونزو د حل لپاره مرستې روانې وساتي.

د دغه راز نړیوال کنفرانس په اړه تر دې دمه اسلامي امارت څه ندي ویلي؛ خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ټویت کړی، چې د افغانانو کورني مسایل پر افغانانو پورې اړه لري او که څوک د افغانستان له سیاسي جوړښت سره تړلیو مسایلو په اړه ملاحظه لري؛ باید له افغانستان سره ګډه همکاري او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره هڅې وکړي.

Trending

Exit mobile version