تازه خبرونه

ازبکستان د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیره ملاتړ کوي ـ ازبک مشر

Published

on

د ملي پخلاینې عالی شورا د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې د دې شورا مشر او ورسره پلاوي یې نن (چارشنبه د لړم  ۲۱) د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.

د ملي پخلاینې عالي شورا په خبرپاڼه کې راغلي؛ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي، چې ازبکستان د افغانانو په مشرۍ او واک د سولې له بهیر ملاتړ کوي او په دې اړه هر راز مرستې ته چمتو دی.

دغې ناستې ته عبدالله عبدالله هم څرګنده کړې: مونږ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د ازبکستان د ولسمشر له دریځه هرکلی او په ​​افغانستان کې یې د سولې له هڅو ملاتړ کوو. هغه دغه راز د غونډې نور غړي هم د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ ته وهڅول.

له کاملوف سره د لیدنې پرمهال عبدالله عبدالله زیاته کړې: په افغانستان کې د سولې لاسته راوړلو لپاره استثنایي فرصت رامنځته شوی او افغان حکومت د سولې روان بهیر ته ژمن دی.

عبدالله عبدالله ویلي: مونږ له طالبانو هم غواړو، چې له دې فرصته ګټه پورته کړي او د سولې لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ په هېواد کې تاوتریخوالی غندو. هیڅوک باید د تاوتریخوالي پر زیاتولو سیاسي امتیاز ونه غواړي.

عبدالله  په بشپړ ټینګار ویلي؛ د افغانستان سوله د سیمې او په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا سوله ده.

عبدالله عبدالله ، چې په دې سفر کې د یوه لوړپوړي پلاوي مشري کوي؛ له ازبک چارواکو سره به په لیدنو کې د افغانستان د سولې بهیر ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو غزولو او د نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

عبدالله عبدالله د سې شنبې پر ورځ ماښام مهال د افغانستان د سولې لپاره د اجماع د غښتلي کولو د سفرونو په لړ کې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی، چې موخه یې د دوه اړخیزو اړیکو غزول او د سولې له روان بهیره د ملاتړ تر لاسه کول دي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې عبدالله عبدالله پاکستان، هندوستان او ایران ته سفر کړی او د اړوند هېوادونو له چارواکو سره یې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version