تازه خبرونه

ازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې د روسیې او قزاقستان د ځای نیولو په لټه کې دی

د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.

Published

on

 

ازبکستان افغانستان ته د اوړو د صادراتو پر زیاتولو په بازار کې خپل ځای پیاوړی کړی او له قزاقستان او روسیې سره یې سیالي زیاته کړې ده.

د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.

افغانستان د دغو صادراتو نږدې ټولې جوپې جذب کړې دي.

د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو ټولنې د بنسټ‌اېښودونکو پلاوي مشر یوګني ګان ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د اوړو صادرات په ۲۰۲۵ز.کال کې د تېر کال پر پرتله شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه کم شوي دي.

د راپور له مخې، د ازبکستان د اوړو د سیالۍ وړتیا د زیاتېدا یو مهم لامل د لېږد ټیټ لګښتونه او په هغو لارو کې د ټرانزیټي تعرفو نشتوالی دی، چې دغه هېواد یې کاروي. دې چارې ازبک تولیدوونکو ته زمینه برابره کړې، چې د افغانستان بازار ته اوړه پر وړ بیه وړاندې کړي.

دغه راز د ازبکستان د اوړو کارخونې تر ډېره پر هغو غنمو تکیه دي، چې له قزاقستان څخه واردېږي او بیا یې یوه برخه په ازبکستان کې له پروسس وروسته بېرته د اوړو پر بڼه د افغانستان بازار ته وړاندې کېږي.

د قزاقستان او روسیې پر صادرونکو فشار

دې بهیر د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د خپل دودیز صادراتي بازار یوه برخه له لاسه ورکوي.

روسي صادرونکي هم په دې بازار کې له سیالۍ سره مخ دي او هڅه کوي، چې خپل بدیل بازارونه د بېلګې په توګه چین ته پراخ کړي.

د افغانستان د اوړو په بازار کې د سیالۍ زیاتوالی ښيي، چې د لېږد لګښتونه، د پروسس ظرفیت او سوداګریزو لارو ته لاسرسی په سیمه کې د بیو او بازار د ونډې په ټاکلو کې مهم رول لري.

Trending

Exit mobile version