تازه خبرونه
ازبکستان د افغانستان پر فضايي حریم د تېري راپورونه رد کړل
د ازبکستان چارواکو هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې بې پیلوټه الوتکې یې د افغانستان پر فضايي حریم تېری کړی دی.
د ازبکستان دفاع وزارت اوړمه ورځ څرګنده کړې، چې: یو شمېر رسنۍ او ټولنیزې شبکې د ازبکستان د بې پیلوټه الوتکو لخوا د افغانستان پر فضایي حریم د تېري ناسم معلومات خپروي، چې په بشپړ ډول له واقعیت سره مطابقت نلري. د ازبکستان جمهوریت هوايي ځواکونو د ګاونډ هېوادونو پر هوايي حریم تېری ندی کړی او دغه کړنې ردوي.
له دې مخکې د روسیې سپوتنیک خبري آژانس د یوې ویډیو پر خپرولو وښوده، چې د ازبکانو یوه بې پیلوټه الوتکه د افغانستان پر شمالي ښار مزارشریف، چې له ازبکستان سره ۸۰ کیلومټره پوله لري؛ الوتنه کوي.
تېره میاشت داعش ادعا کړې وه، چې له افغانستان څخه یې د ازبکستان پر خاوره راکټي بریدونه کړي دي؛ خو ازبکستان او افغانستان د دغې ډلې ادعا رد کړې وه.
