تازه خبرونه
ازبکستان د برښنا واردات ۵۰ سلنه کم کړي – برښنا شرکت
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې؛ د ازبکستان وارداتي برښنا د تخنيکي ستونزو له کبله ۵۰ سلنه کمه شوې، چې ورسره به د کابل په ګډون د ١٥ ولايتونه برښنا د پرچاوۍ له ستونزې سره مخ وي.
برښنا شرکت نن چارشنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په ازبکستان کې د برښنا په سیسټم کې د تخنیکي ستونزې له کبله به د نن ورځې تر پایه د کابل په ګډون ۱۵ ولایتونه اغېزمن وي.
برښنا شرکت زیاته کړې؛ د شرکت مسوولین له ازبکستاني لوري سره په اریکه کې دي، چې ژر تر ژره رامنځته شوې تخنیکي ستونزه حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ژمي له پیل سره د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې د برېښنا سیسټم له سختو ستونزو سره مخ شوی دی.
