سوداگري

ازبکستان له افغانستان سره د ۵ میلیارډ ډالرو سوداګري اعلان کړه

د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.

Published

on

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خوجایوف په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ ازبکستان او افغانستان په پام کې لري، چې خپله دوه اړخیزه سوداګري ۵ میلیارډ ډالرو ته ورسوي.

د خوجایوف د څرګندونو له مخې؛ دې کچې ته د سوداګرۍ رسولو موضوع د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په ویډیو کنفرانس کې راپورته شوه.

خوجایوف زیاته کړې؛ په تېرو پېنځه کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ ځله زیاته شوې، چې د ۲۰۲۱ ز.کال له ۶۵۳ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۵ ز.کال کې شاوخوا ۱.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې ده.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال دا هم ویلي، چې دواړو خواوو د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو هم بحث کړی او دغه راز یې ازبکستان ته د افغان پلاوي د سفر لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه زیاته کړې، چې له مبارکې روژې وروسته به همکارۍ عملاً  په کابل ښار کې د یوه سوداګریز فورم د جوړولو او د ځانګړو محورونو پر بنسټ د یوې نقشې د ترتیبولو له لارې پیاوړې شي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولانو ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به له ازبک لوري سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره نوې هوکړې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version