تازه خبرونه
ازبکستان له افغانستان سره څه باندې ۱۸۰ ټنه مرسته وکړه
(Last Updated On: وری ۳۱, ۱۴۰۲)
ازبکستان د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان اړمنو ته ۱۸۵ ټنه بشري مرستې راواستولې.
د دغه هېواد سيمه ييزو رسنيو خبر ورکړى، چې دغه مرستې د حيرتان بندر له لارې بلخ ولايت ته رسېدلې دي.
د ازبکستان او افغانستان پر پوله د سرخاندریار سیمهییزو چارواکو د اعلامیې له مخې؛ په دغو بشري مرستو کې ۴۸ ټنه اوړه او غنم، څه د پاسه ۱۶ ټنه د بېلابېلو نباتي غوړي، څه باندې لس زره کوتۍ غوښه، ۲۴ ټنه بوره او سل کڅوړې بېړني خواړه شته.
دغه مرستې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف او د دغه هېواد د یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو تر څارنې لاندې په حیرتان بندر کې د اسلامي امارت چارواکو ته وسپارل شوې.
د ازبک رسنیو د څرګندونو له مخې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو سوداګریزو، اقتصادي او بشري همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.