بلخ @ps
ازبکستان د بلخ د کود و برق کارخانې د رغولو هوډ کړی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بلخ د تخنیکي او سکتوري خدمتونو ادارې مسوولین وایي، ټاکل شوې د کود و برق کارخانې ویجاړې شوې سیمې د ازبکستان لخوا ورغول شي.
مسوولین وایي، یو ازبک پلاوی د همدې مقصد لپاره تېره اوونۍ مزارشریف ښار ته راغلی و او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یې د سروې او څېړنې کار پیل شي.
د بلخ د کود و برق کارخانه د داکتر نجیب الله په پېر کې جوړه شوې وه، چې تر اوسه فعالیت لري؛ خو تر اوسه پورې د دې فابریکې تخریب شویو برخو ته کار نه دی شوي.
د بلخ د تخنیکي او سکتوري خدمتونو ادارې رییس ذبیح الله اختري وایي؛ ازبکستان غواړي، چې د کارخانې تخریب شوې ساحې له سره ورغوي.
یو وخت په کود و برق فابریکه کې دوه زره کسانو کار کاوه؛ خو اوس په کې اتلس سوه کسان کار کوي.
دا په هېواد کې د کیمیاوي سرې د تولید لومړنۍ کارخانه ده.