تازه خبرونه
ازبکستان به ډېر ژر له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي
د سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، ازبکستان د افغانستان سوداګرو ته له ترانزیتي اړخه ډېر ارزښت لري؛ ځکه، نو ډېر ژر به دغه هېواد له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د پاکستان ځای خپل کړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی زیاتوي؛ له افغانستان سره د ازبکستان سوداګري ورځ تربلې د پراخیدو په حال کې ده او پنځوس سلنه هغه توکې، چې له پاکستان څخه وارد یږي له دې وروسته به یې سوداګري له ازبکستان څخه پیل شي.
د ښاغلي الکوزي د څرګندونو له مخې؛ ازبکستان افغانستان ته هم نږدې دی او هم د سوداګرۍ او ترانزیت له پلوه د ډېر ازښت وړدی. هڅه کوو، چې د سوداګرۍ د زیاتوالي په واسطه کلنۍ راکړه ورکړه مو یو نیم میلیارد دالرو ته ورسوو.
د اقتصادي چاروکارپوهان هم په دې باوردي، چې که د ازبکستان او منځنۍ آسیا له هېوادونوسره مو اړیکې پراخي شي؛ نو د سوداګرۍ له انحصاره به خلاص شو.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش ویلي؛ سوداګر او افغان حکومت اوس باید هڅه وکړي، چې له ازبکستان څخه په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا له هېوادونوسره اړیکي پراخي کړي. دا کار مو د سوداګرۍ او د هېواد په اقتصادي اړیکو کې مهم رول لوبوي.
د یادوني وړده، چې دم ګړۍ مو له ازبکستان سره کلنۍ راکړه وکړه ۴۰۰ میلیون دالروته رسیږي، چې د دغې خونې د څرګندونو له مخې به د روان میلا دي کال تر پایه دغه کچه یو نیم میلیارد دالرو ته لوړه شي.
خبریال: اسلم حجاب