بلخ @ps

ازبکستان افغانستان ته ۲۵ بسونه ورکړل او د برښنا یو مزی به غزوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان لوري ته د ۲۵ مسافروړونکیو بسونو د سپارلو په مراسمو کې ازبک چارواکو ویلي، چې ډېرژر به د برښنا یو مزی د سرخان له لارې تر پلخمري پورې وغزول شي، چې ور سره به د پلازمېنې  کابل او شمال ولایتونو د برښنا ستونزه حل شي.

د ازبکستان د ولسمشر استازی عصمت الله اردش اوف ویلي؛ ټاکل شوې، چې د سرخان له لارې پلخمري ته د برښنا یو مزی راوغزول شي او د کابل په کډون د شمال ولایتونو اړوند ستونزې پرې حل شي.

د ازبکستان چارواکو دغه راز ژمنه کړې، چې په شپږ راتلونکیو میاشتو کې به افغانستان ته د صادراتي برښنا بیه هم راټیتوي.    

باور دا دی، چې وارداتي برښنا په اوږدمهال کې ستونزې نه شي حل کولی؛ خو افغانستان په سیمه کې نورهم  تړلی پاتې کوي.

برښنا شرکت هم مخکې په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

اقتصادي کارپوه ایمل عمري ویلي، چې دغه برښنا په لنډمهال کې د افغانستان په ګټه ده؛ خو دولت دې د برښنا د تولید لپاره له خپلو سرچینو ګټه واخلي، چې برښنا د اوږد مهال لپاره د کارولو وړ شي.          

ترکمنستان ویلي، چې افغانستان ته د صادراتي برښنا په بیه کې لوړوالی راولي؛ پرته له دې حاضر نه دی، چې دې هېواد ته برښنا صادره کړي.

Trending

Exit mobile version