تازه خبرونه

ازبکستان د افغانستان د سولې غونډې کوزبتوب کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل پروسې له دوه یمې غونډې وروسته د دوشنبې پر ورځ د وري ۶ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کیږي.

د سولې عالي شورا مسوولین وايي، چې د تاشکند په کنفرانس کې به د امریکا او روسیې په ګډون د نړۍ د دوه ویشت هېوادونو او دوه سازمانونو استازي ګډون وکړي.

افغان ولسمشر غني هم دغې غونډې ته ورځې او په دې غونډه کې به له نړیوالو وغواړي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هڅو ملاتړ وکړي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي؛ ولسمشر به د تاشکند په غونډه کې له نړیوالو وغواړي، چې  له وسلوالو طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.

د نظر خاوندان وايي، چې د تاشکند غونډه د افغانستان د ثبات او سولې د بهیر لپاره مهمه ده.

سیاسي کارپوه غفور احمد جاوید وایي: د افغانستان د سولې او ثبات لپاره سیمییزه اجماع ډېره مهمه ده او د تاشکند ناسته هم د سیمه ییزې اجماع لپاره تر سره کیږي. مونږ هڅه کوو، چې له دغې ناستې څخه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګټه پورته او جلب او جذب وکړو.  

تمه ده، چې د تاشکند غونډې په پای کې به یوه اعلامیه خپره شي او د افغانستان د جګړې او شخړې پر سیاسي حل به ټینګار وشي.

د ولسي جرګې غړی غلام سخي مشواڼي څرګنده کړې، چې د نړۍ په هر ځای کې ، چې د سولې لپاره کار وشي؛ مونږ یې ستایو. ستونزه باید په افغانستان کې حل شي او د افغانستان حکومت دې د سولې راتګ ته مټې راونغاړي.

افغان حکومت د کابل په غونډه کې وسلوالو طالبان ته وړاندیز وکړ، چې که سولې ته حاضر شي او اوربند وکړي؛ نو طالب بندیان به خوشې شي، طالبان به د یوه سیاسي بهیر په توګه وپېژندل شي او بندیزونه به ترې هم لیرې شي. طالبانو تر اوسه دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version