تازه خبرونه

ازبکستان د وارداتي برښنا بیه راټیټوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشیف تېر ماښام له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ويلي، چې هېواد به یې افغانستان ته د صادراتي برښنا په بیه کې ټیټوالی راولي.

د ازبکستان دغه دیپلومات استازي زیاته کړې؛ د روان کال د جولای له میاشتې( درې میاشتې وروسته) به د برښنا بیه له ۸.۵ سنته څخه ۵ سنت ته راټیټه شي.

د ولسمشرۍ د دفتر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک کې خبر ورکوي، چې د کابل او ولایاتو د برښنا ستونزه به تر یوه کاله د ازبکستان د سرخان له لارې بغلان ولایت ته د ۱۰۰۰ میګاواته برښنا له نښلیدو سره حل شي.

د ښاغلي مرتضوي په وینا؛ په وروستیو میاشتو کې اووه ولایتونه له برښنا برخمن شوي او په بادغیس ولایت کې د یو کیلووات برښنا بیه له ۳۵ افغانیو ۶ افغانیو ته راټیټه شوې او په غزني کې هم د برښنا بیه  ۶,۷۵ ده.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې ډېر ژر به د جلال آباد ۷۰ میګاوات مزی، چې ۳۰۰ میګاواته اصلي وړتیا لري ونښلول شي.

د ننګرهار خلکو څه وخت وړاندې د ناعادلانه برښنا د وېش په اړه اعتراض کړی و.

د ولسمشر سرپرست ویاند دغه راز څرګنده کړې، چې د برښنا ستونزه د هېواد په شمال کې څه نا څه حل شوې او د مرکزي سیمو برښنا به هم د تدارکاتي پړاوونو له وهلو وروسته وغزول شي.

Trending

Exit mobile version