تازه خبرونه

ازبک چارواکو افغانستان ته د پوځي الوتکو له بېرته ستنولو ډډه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۱)

د ازبکستان چارواکو ويلي؛ د پخواني حکومت د نسکورېدو پر مهال د افغانستان هوایې ځواکونو د امریکایانو لسګونه الوتکې د دوی هېواد ته رالېږدولي، چې اسلامي امارت ته به ونه سپارل شي.

د تېر کال د زمري پر ۲۴ / د اګسټ پر ۱۵ کله، چې پخوانی ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتید او د افغانستان اسلامي امارت بیا په کابل کې واکمن شو؛ د افغان هوايي ځواک پرسونل نږدې ۵۰ چورلکې او یو شمېر نورېپوځي الوتکې ازبکستان ته ولېږدولې.

دغه راز یو شمېر نورې پوځي الوتکې او بلک هاک چورلکې هم ګاونډي تاجکستان ته ولېږدول شوې.

د افغانستان اسلامي امارت په وار وار له دواړو ګاونډ هېوادونوغوښتنه کړې، چې دغه الوتکې دې افغانستان ته بېرته وسپارل شي.

له امریکا غږ سره په تازه مرکه کې د ولسمشر یو لوړپوړي سلاکار عصمت الله ارګاشیف ویلي، چې الوتکې به بېرته کابل ته نه سپارل کیږي.

د افغانستان په چارو کې د ازبکستان تر ټولو لوړپوړي ډیپلوماټ ایرګاشیف څرګنده کړې: دا الوتکې د د امریکایانو دي او په اړه به یې پرېکړه هم واشنګټن کوي. مونږ دغه پوځي تجهیزات له امریکا سره د هوکړې له مخې ساتلي او طالبانو ته مو هم په دې اړه ویلي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې؛ د دې مسلې په اړه لږ څه ویل شوي او د چارواکو د نه لیوالتیا له کبله پرې خبرې نه کیږي؛ خو د امریکا دفاع وزارت اړوند سرچینې ته تائید کړې، چې ازبکستان او تاجکستان دواړه هیڅ پلان نلری، چې دغه الوتکې د افغانستا اسلامي امارت ته ورکړی.

Trending

Exit mobile version