تازه خبرونه
اساسي قانون باید د سولی له معاملې قرباني نشي-اشرف غني
ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګي له رییس او یو شمېر غړیو سره په لیدنه کی څرګنده کړې، چې جګړه بریالی نلري او سولی ته د رسیدو لپاره باید د خلکوغوښتنی هم په پام کي ونیول شي.
ولسمشر ټینګار کړی، چې د (جمهورت) ساتلو لپاره د درې ګونو قواوو همغږي لازمه ده.
ولسمشر ټینګار کړی، چې د سولی په صورت کې د سولی اصلي امتیازونه دې خلکو او د هېواد امنیتی سرتېرو ته ورکړ شي او داسې سوله اوسي، چي ټول خلک په کې ځانونه ومومي.
هغه یو ځل وایي، چې د سولې ګټونکي د افغانستان خلک دي؛ دا نور دې ځانونه د سولې اتلان نه ښيي؛ د سولې اتلان د افغانستان ملي او امنیتي ځواکونه دي.
نوموړي په سوله کې د ښځو د ونډې او شتون په اړه دا هم څرګنده کړې؛ ټول هېوادوال داسې سوله سوله غواړي، چې په کې د امنیت ډاډ تر لاسه کړي. په افغانستان کې د ښځو حقونه هم د معاملې وړ ندي.
ویل کیږي، چې د افغانستان لخوا د افغانان خپلمنځي خبرو لپاره به یو پلاوی د جمعې پر ورځ( د لړه ۱۷) چین ته ولاړ شي.