سیمه ییز خبرونه
استاد سیاف: طالبان له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو واک نه لري
د ديارلسوه درې نويم كال په ټاكنوكې د ولسمشرۍ لپاره نوماند استاد عپدالرب رسول سياف وايي، وسله والو طالبان د واك د ترلاسه كولو لپاره جګړه كوي نه له افغانستان څخه د بهرنيوځواكونو د وتلو لپاره.
جهادي رهبر او د ديارلسوه درې نويم كال په ټاكنو كې د ولسمشرۍ لپاره نوماند استاد عبدالرب رسول سياف وسله وال طالبان يوه بې لارې شوې ډله ووبلله او زیاته یې کړه، چې دغه ډله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د شړلو په بهانه د سیاسي واک د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.
نوموړی وسله وال طالبان پردي غلامان ګڼي او وايي، چې دغه ډله له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو واک نه لري.
ښاغلی سیاف په امنیتي برخو کې د افغان حکومت پرکړنو د نیوکې ترڅنګ اړونده ادارې د امنیت په رامنځته کولو کې ناکامې وبللې او په دې برخه کې یی د جدي هڅو غوښتنه وکړه.
استاد سیاف د بشري حقونو خوندیتوب ته په اشارې وویل، چې د ښځو حقونو لپاره ډېر ژمن دی اوهڅه کوي، چې مېرمنو ته د زده کړې او کار پېدا کولو په برخو کې ډېر کړنې ترسره کړي.
د ویلو ده، چې په تېرو لسو کلونو کې په هېواد کې دننه او بهر له وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو اترو په اړه ډېرې غونډی ترسره شوي، خو ویل کېږی، چې تر اوسه یې یوې هم کومه پایله نه ده ورکړې.