تازه خبرونه
استرالیا حکومت له افغانستان سره 25 ملیون استرالیایي ډالر مرسته کوي
د استرالیا حکومت دافغانستان د کلیو پراختیا په برخه کې له افغان حکومت سره پنځه ویشت میلونه استرلیايي ډالرو مرسته کوي.
د مرستو دغه تړون په کابل کې د اقتصاد وزارت او د استرلیا دولت د استازو ترمنځ لاسلیک شو.
داقتصاد وزارت سرپرست حکم خان حبیبی په خبره؛ دغه مرستې به دهیواد په ولایتونو کې په کلیوالو سیمو کې وشي او نږدې زرکلي د مرستو ترپو ښښ لاندې راشي.
د ښاغلي حبیبي په وینا ددغه تړون له مخي استرالیا حکومت به دکلیوالي خلکو د ژوند د معیشت لوړولو په موخه دغه ۲۵ میلو نه استر لیایی ډالر مصرف شي.
دغه مرستو زیاته برخه به دهیواد په شمال اومرکزي لسو ولایتونوکې چې د فقر تر کرښې لاندي وي، مصرف شي.
دغه مرستي به داغا خان بنسټ،د پاملرنې موسسهاوکسفام بنسټونو له خوا ولګول شي.
په ورته وخت کې میتواندرسن په کابل کې د استرالیا سفیر وايي؛ هڅې کوي تر څو په لیرو پروتو کې د میشتو افغانانو د ژوند د ښه کیدو لپاره پروژې پلې کړي.
“زمونږه د مرستو مو خه دادی تر څو د لیرې پر تو سیمو په اقتصادي حالت کې ښه والی راغلی چې دغه لړۍ د استرالیا حکومت د پراختیايي مرستو لویه برخه تشکیلوي. دغه پیسې به په څلورو کلونو کې مصرف شي.“
داسترالیا حکومت له ۲۰۰۱ کال راهیسی له افغان حکومت سره نږدي ۶۰۰ میلونه ډالر مرسته کړي.