تازه خبرونه
استرالیا په ننګرهار کې د برمته شوې میرمنې د موندلو هڅې کوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره جولیا بیشوپ وايي؛ دیپلوماتان هلې ځلې کوي، چې په افغانستان کې برمته شوې استرالیايي مرستندویه ومومي.
کیري ویلسن د پنجشنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د نامعلومو وسلوالو له لوري وتښتول شوه.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، تجربه کاره دیپلوماتان شته، چې له دا ډول شرایطو سره مقابله کولی شي.
دې په عین حال کې وویل؛ د استرالیا د حکومت پالیسي دا ده، چې د برمته شویو کسانو د خلاصون له پاره تښتوونکیو ته پیسې نه ورکوي.