تازه خبرونه

اسحاقزي د م.م په عمومي ناسته کې د افغانستان پر استازیتوب له وینا ډډه وکړه

Published

on

ټاکل شوې وه، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د افغانستان د تېر حکومت دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي وینا کړې وه؛ خو نوموړي په کې له وینا ډده وکړه او یاده ناسته د افغانانو له ګډون پرته ترسره شوه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ په یوه ټویټ کې څرګنده کړې: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د ملي ګټو او د افغانستان د څوکۍ د ساتنې او د مهمو مسلو په اړه د ملګرو ملتونو او امنیت شورا له غړیو سره د اوږدې مودې د همکارۍ د دوامداره ساتلو لپاره پر بنسټیزو مسایلو له وینا کولو ډډه کړې ده.

دغه ماموریت زیاته کړې: د افغانستان د دایمي استازولي څوکۍ به د معمول په څیر خوندي وي او خپلې هڅې به روانې ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي تېره اوونۍ په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر استازی سهیل شاهین دې په دې ټولنه کې د استازي په توګه ومني او خپله به یادې ناستې ته وینا هم وکړي؛ خو د مولوي متقي غوښتنه د ملګرو ملتونو له خوا رد او ناسته له افغان استازیو پرته تر سره شوه.

Trending

Exit mobile version